Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
غُصَّه كيږي او ورځ په ورځ به زمونږ د پاره د پريشانئ باعث جوړيږي خو بيا به سوا د پښيمانتيا نه هيڅ په لاس نه راځي.
الله پاك دِ مونږ ټولو مسلمانانو ته د اِمام حُسَين رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د عبادتونو په خاطر د فرضو عباداتو سره د ډير ډير نفلي عباداتو كولو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ امام حُسَين! څنګه چه سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د ډىرو ډيرو نفلي لـمونځونو كولو شوق لرلو، دغسے هغوئي د ډير ډير تلاوتِ قرآن شوق هُم لرلو، راځئ چه د هغوئي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه كثرت سره د تلاوتِ قرآن كولو متعلق واورو: چنانچه
حضرت سيدنا امام شعبـي رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه فرمائي: رَاَيْتُ الْحُسَيْنَ يَتَخَتَّمُ فِيْ شَهْرِ رَمْضَانَ يعني ما اوليدل چه سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به په رمضانُ المُبارك كښے د مكمل قرآنِ كريم ختم فرمائيلو. (سیر اعلام النبلا ء،الحسین بن على،۴/۴۱۰)
حضرت سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د قرآنِ مجيد باعمله عالِم، د تقوٰى و پرهيزګارئ او خوفِ خُدا نمونه او ډير زيات سخاوت كوونكے وو. (شہادت نواسہ سید الابرار،ص۴۷۳ملخصاً)
د تلاوتِ قران او لمُونځ سره محبت