Imam Hussain Ki Ebadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د قرآنِ كريم د تلاوت او لمُونځونو سره د محبت اندازه د دے خبرے نه اولګوئ په نهم مُحَرَّمُ الْحَرَام چه كله يزيديانو سره د صلح كولو اُميد ختم شو نو امام عالي مقام، سَيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه خپلو ملګرو ته اوفرمائيل چه په څه طريقه دا جنګ د صبا ورځے پورے حصار كړے شي او نن شپه مونږ ته د الله پاك د عبادت د پاره نصيب شي نو ډيره ښه به وي، بيا ئے اوفرمائيل: كه موقع ملاو شي نو نن شپه په لمَانځه، دُعا او استغفار كښے تيره كړو ځكه چه ما ته د الله پاك د رضا د پاره لـمانځه او  تلاوتِ قران سره محبت دے او په كثرت سره دُعا او استغفار زما معمول دے.  (الکامل فی التاریخ،۳/۴۱۵)

        اے عاشقانِ صحابه و اهلبيت!  لږ سوچ اوكړئ! چه چاپيره د دُښمنانو ګنړه وي، مصيبتونه او ازميښتونه جاري وي او د څښلو د پاره اوبه هُم نه وي نو زمونږ په شان خلق به دا خواهش كوي چه كاش په څه طريقه د دے مصيبتونو نه خلاص شو، خو د سَيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه خواهش اوګورئ چه فرمائي كاش چه دا شپه هم د عبادت كولو سعادت رانصيب شي، چه دا شپه هم په تلاوتِ قرآن كښے تيره شي، كاش چه دا شپه هم دُعاګانو او مناجاتو كښے تيره شي واقعي دا د عبادت داسے اعلٰى جذبه او شوق وو چه په ميدانِ كربلا كښے هُم د دومره زياتو تكليفونو او مصيبتونو باوُجود هُم دا جذبه كمزوري نه شوه او په ميدانِ كربلا كښے ترينه لسو ورځو كښے يو لمُونځ هم نه دے قضا شوے، د عبادت دومره شوق، دومره شوق چه په آخري وخت كښے ئے هُم خپل سر مبارك د الله پاك په بارګاه كښے ښكته كړو او د سجدے په حالت كښے شهيد شو.