Imam Hussain Ki Ebadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

دولسو مدني کارونو كښے یو مدني كار

”د سحر د لـمانځه نه پس مَدَني حلقه“

     اے عاشقانِ امام حُسين: كه تاسو هم د الله و رسول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احكاماتو مطابق ژوند تيرول غواړئ، د لـمانځه، روژو او نفلي عباداتو پابندي كول غواړئ او د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په سيرت باندے د عمل كولو جذبه زياتول غواړئ نو فوراً د عاشقانِ رسول د مدني تحريك دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره تړون اوكړئ او خپل څه نه څه وخت اوباسئ او د ذىلي حلقے دولسو مدني كارونو كښے د يو مدني كار ذِمه واري واخلئ. د ذىلي حلقے دولسو مدني كارونو كښے يو كار ”د سحر د لـمانځه نه پس مدني حلقه“ هم ده. چه په هغے كښے د سحر د جَمعے [يعني د امامتئ د] لمَانځه نه پس د دعوتِ اسلامي تحت ډيرو جُماتونو كښے هره ورځ د درے آيتونو تلاوت د ترجَمه كنز الايمان او تفسير خزائنُ العرفان يا تفسير نورُ العرفان يا تفسير صِراط الجِنان سره لوستل، مدني درس(درسِ فيضانِ سُنَّت)، منظوم شجره قادريه رضويه عطاريه د لوستلو او اوريدلو اهتمام كيږي.

     دولسو مدني كارونو كښے د دے مدني كار ”د سحر د لـمانځه نه پس مدني حلقه“ تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله ”بعد فجر مدني حلقه“ اولولئ، ټول اسلامي ورونړه دِ د دے رسالے لازمي مطالعه اوكړي، دا رساله د دعوتِ اسلامي ويب سائټ نه هم لوستلے شئ او ډاؤن لوډ كولے ئے هم شئ.

     په دے رساله كښے تاسو لوستے شئ ٭  د سحر د لـمانځه نه پس مدني حلقه څه