Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
جمع كړل، خو د ډيرو كوششونو باوُجود ورته ويزے مِلاو نه شوے. دے دوران كښے څو كاله داسے تير شو، هغه ډير پريشانه وو ځكه چه د كاريګرو نه ملاويدلو په وجه د هغه نقصان كيدو. خير هغه هِمَّت اوكړو او يو ځل ئے بيا درخواست جمع كړو. دے دوران كښے يو اسلامي ورور هغه ته د ”شجره قادريه رضويه ضيائيه عطاريه“ نه د شجره عاليه دُعائيه اشعارو لوستلو مشوره وركړه. هغه د شجرے شريفے نه دُعائيه اشعار پابندئ سره لوستل شروع كړل. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د حيرانتيا خبره ده چه د شجره قادريه رضويه ضيائيه عطاريه لوستلو په بركت يو څو ورځو كښے هغه ته ويزے ملاؤ شوے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د عباداتو مُتَعَلِّق بيان اوريدلو، څنګه چه هغوئي د فرائضو واجباتو او نفلي لمُونځونه پابندي كوله، دغسے هغوئى كثرت سره نفلي صدقات او خيرات هُم كول، د غريبانو مسكينانو مدد به ئے كولو، دا د هغوئي خانداني وراثت وو، ځكه چه هغوئي د اهلبيتو د سخي كورنئ يو كس وو، ځكه په سخاوت او د الله په لاره كښے خرچ كولو كښے د چا نه هُم كم نه وو. هغوئي د صدقه و خيرات ډيره زياته جذبه لرله او بعضے وخت به ئے خپل ضرورتونه په خپلو مسلمانانو ورونړو باندے قربان كړل. راځئ چه د هغوئي د صدقه و خيرات په باره كښے يوه واقعه واورو: چنانچه