Imam Hussain Ki Ebadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

     يو ځل يو كس د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په خدمت كښے حاضر شو او د خپلے تنګدستئ او لوږے شكايت ئے اوكړو، هغوئي ورته اوفرمائيل لږ كښينئ! زما وظيفه راروانه ده، څنګه چه وظيفه را اورسي نو تاسو به رخصت كړم. لږ ساعت تير شو چه د حضرت امير معاويه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه له طرفه د زرو زرو دينارو پينځه تيلئ د هغوئي په خدمت كښے پيش كړے شوے. پيغام راوړونكي عرض اوكړو چه سيدنا امير معاويه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه ډيره په عاجزئ سره فرمائيلي دي چه دا لږ رقم قبول كړئ او په غريبانو كښے ئے تقسيم كړئ. حضرت سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه ټول رقم هغه غريب ته وركړو او ورته ئے اوفرمائيل چه معافي غواړم تاسو انتظار اوكړو. (کشف المحجوب ، باب فی ذکر آئمتہم من اہل البیت، ص۷۷)

     اے عاشقانِ امام حُسين! د دے واقعے نه دوه خبرے معلومي شوے.

     يوه دا چه حضرت سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به د صدقه و خيرات كولو، د غريبانو، تنګدستو، محتاجو او حاجت مندو مدد كولو څنګه چه اوس مونږه واوريدل چه هغوئي ټول رقم فوراً هغه غريب و محتاجه ته وركړو خو افسوس په دے زمانه كښے مونږه د بُخل نه كار اخلو او صدقه و خيرات كولو كښے سُستي كوو، كه څوك حاجتمند هم راشي نو د كاروبار يا روزګار د كمزورئ ګيلے شروع كړو او په دروغو ترينه ځان خلاص كړو او كه چرته چا سره د مدد كولو توفيق رانصيب شي نو د حُبِّ جاه [يعني د عزت او شُهرت خواهش] او رياكارئ په آفت كښے اخته شو، د چا مدد چه اوكړو هغه سره تصويرونه اوباسو  او بيا هغه په سوشل ميډيا باندے اَپ لوډ كوو او په دے آفت كښے اخته شو چه