Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
ټولو نه زيات په ما باندے دُرود شريف لوَلي. )ترمذی،ابواب الوتر،باب ماجاء فی فضل الصلاة...الخ، ۲/۲۷ ،حدیث:۴۸۴(
حکیمُ الاُمّت حضرت مفتی احمد یارخان نعیمی رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه د دے حديثِ پاك لاندے فرمائي: د قیامت په ورځ به د ټولو نه زیات په آرام كښے هغه [كس] وي څوك چه رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وي. او د حُضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملګرتيا نصيب كيدلو ذريعه د دُرود شريف كثرت دے. د دے نه معلومه شوه چه دُرود شريف بهترينه نيكي ده ځكه چه په ټولو نيكو جَنَّت ملاويږى او د دے [دُرود شريف] سره د جَنَّت شهنشاه (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ملاويږي. (مرآۃ المناجیح، ۲/۱۰۰)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
هر نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
[نِيَّت اوكړئ چه] نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. ٭ چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په