Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د عِمامه شريف 17 مَدَني ګلونه
شپږ فرامِينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ﴿١﴾ عِمامے سره دوه رکعاته لـمُونځ د عِمامے نه بغير د اويا ”٧٠“ رکعاتو نه افضل [يعني غوره] دے. (الفِردوس بمأ ثور الخطاب ج٢ ص٢٦٥ حديث٣٢٣٣) ﴿٢﴾ په ټوپئ باندے عِمامه زمونږه او د مُشرِکينو په مينځ كښے فرق دے، هر لړ چه مسلمان ئے د خپل سر نه تاوهي په هغے به د قيامت په ورځ يو نُور ورکولے شي. (الجامِعُ الصَّغيرلِلسُّيُّوطى ص٣٥٣حديث٥٧٢٥) ﴿٣﴾ بيشکه الله تعالٰى او د هغه فرِښتے دُرُود ليږي د جُمُعـے په ورځ عِمامه والؤ باندے. (الفِردوس بماثورالخطاب ج١، ص١٤٧،حديث٥٢٩) ﴿٤﴾ د عِمامے سره لـمُونځ د لس زره نيکو برابر دے. (ايضاً ج ٢ ص ٤٠٦حديث ٣٨٠٥ ، فَتاویٰ رَضَوِيّه ج ٦ ص ٢٢٠) ﴿٥﴾ عمامے سره يوه جُمُعه د بغير عمامے 70 جُمُعو برابره ده. (تاريخِ مدينه لاِبنِ عساکرج٣٧ ص٣٥٥) ﴿٦﴾ عمامے د عرب تاجونه دي، نو عِمامه اوتړه ستا وقار [يعني عزّت] به زياتيږي او څوك چه عمامه اوتړي د هغه د پاره په هر لړ باندے يوه نيکي ده. (جمع الجموامع للسيوطى، ج٥، ص٢٠٢، حديث١٤٥٣٦) ﴿٧﴾ د دعوتِ اسلامي د اِشاعتي ادارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د ١٣٣٤ صفحو كتاب بهارِ شريعت جلد ٣، حِصَّه١٦، صفحه ٦٦٠ كښے دي: عِمامه په ولاړه تړئ او پاجامه [يعني پرتوګ وغيره] په ناسته اغوندئ، که چا د دے خلاف اوكړه (يعني عِمامه ئے په ناسته اوتړله او پاجامه [يا پرتوګ وغيره] ئے په ولاړه واغوستو) نو هغه به په داسے مرض كښے اخته شي چه د هغے عِلاج نشته. ﴿٨﴾ مناسب دا دي چه د عِمامے
Copyright © by I.T Department of Dawat-e-Islami.