Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
﴿١١﴾ عمامه مخ په قبله په ولاړه ولاړه تړئ. (کشفُ الاِلتِباس في اِستِحبابِ اللِّباس ص٣٨) ﴿١٢، ١٣﴾ په عمامه كښے سُنَّت دا دي چه د دوه نيم ګزه نه کمه نه وي، او نه د شپږو ګزو نه زياته، او دا د ګُنبد په شان اوتړلے شي [يعني داسے چه مينځ ئے بره وتلے وي] (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج٢٢،ص١٨٦) ﴿١٤، ١٥﴾ رومال که غټ وي او دومره لړونه تاؤ شي چه سر پټ کړي نو دا عِمامه شوه او وړوکے رومال چه د هغے نه يو دوه لړه جوړ شي د دے تاوهل مکروه دي. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج٧،ص٢٩٩) ﴿١٦﴾ كه [څوك] عِمامه سپړي او بيا ئے تړل غواړي نو چه څنګه تړلے شوے ده هم هغسے دِ ئے [يو يو لړ] سپړي، په يو ځل دِ ئے په زمکه نه غورزوي. (الفتاوىٰ الـهندية ج٥، ص٣٣٠)
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَــلُّـوْا عَـلَـی الْـحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د راروانے هفته وارے اجتماع د بیان جھلکیانے
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اِنْ شَــآءالـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ د آئندہ هفته وارے د سُنّتو ډكے اجتماع د بیان موضوع به وي د ”سِيرتِ بِلالِ حَبشي“ اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى په دے بيان كښے به د حضرتِ سَيِّدُنا بِلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ مختصر تعارُف، فضائل او بِالخُصُوص د هغوئي په ايمان باندے اِستِقامت او د عِشقِ رَسُول واقعات اورو، لِـهٰذا د الله تعالٰى د رضا د پاره راروان زيارت له هُم اجتماع كښے د حاضرئ نِيَّت اوكړئ او د انفرادی کوشش كولو او نور اسلامی ورونړه ځان سره د راوستلو نِيَّت هُم اوكړئ. لاس اوچت كړئ او په