Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
شكل كښے ] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے به صبر كووم. ٭ صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندے جواب وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښے كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د مُحَرَّمُ الْحرام بابركته مياشت روانه ده، دا مباركه مياشت د شُهَدائے كربلا او خاص طور د حضرت سَيِّدُنا امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه سره يو خاص نسبت لري، په دے مناسبَت به د نن په بيان كښے مونږه د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د عبادت، تقوٰى او پرهيز ګارئ، د هغوئي د صدقه و خىرات، د هغوئي فضائل او مناقب، شان و عظمت او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئى سره محبت او خاص طور د اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د عبادت د ذوق او شوق، د هغوئي د عبادت واقعات اورو. كاش! چه مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره اوريدل را نصيب شي،.
راځئ چه د ټولو نه مخكښے يوه واقعه واورو، چنانچه
د امام حسين رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د مَحبَّت ثواب
حضرت سیِّد علامه عبد الرحمٰن ابنِ جورزي رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه فرمائي چه يو ځل د عَمرو بن لَيث مخے ته د هغه ټول فوج جمع كړے شو، عَمرو بن ليث چه كله د خپل فوج كثرت