Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
اے عاشقانِ اهلِبيت! مونږ له هم پكار دي چه د اهلِبيتِ اطهار عَلَيْهِمُ الرِّضْوان او خاص طور د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه غلامي اختيار كړو او د هغوئي په سيرت باندے عمل اوكړو او د هغه مقدسُّو هستيانو ډير ادب او احترام اوكړو، زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغوئي سره ډيره زياته مينه كوله، چنانچه
حضرت سَيِّدُنا ابو ايوب انصاري رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه فرمائي: زه د رسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښے حاضر شوم نو حَسَنَينو كريمَينو رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْهما د هغوئي په غيږه كښے لوبے كولے. ما عرض اوكړو: يـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا تاسو دوئي سره محبت كوئ؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زه دوئي سره محبت ولے اونكړم، حالانكه دا دواړه زما ګلونه دي چه د دوئي خوشبوئي زه بوئي كووم. (معجم کبیر، ۴/۱۵۵، حدیث:۳۹۹۰)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! الله پاك امام علي مقام، امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه ته ډير خُصُوصيات او شان و عظمت وركړے وو، د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د عبادت او تقوٰى او پرهيزګارئ واقعات اوريدلو نه مخكښے د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ مختصر ذِكرِ خىر او تعارُف اورو: چنانچه
٭ حضرت سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه سِن 4 هجري كښے د ٥ شعبانُ المُعَظَّم په مياشت كښے په مدينه منوره كښے پيدا شوے وو. ٭ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د