Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
كښے په ميدانِ كربلا كښے شهيد شوے وو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د پاك سيرت نه معلومه شوه چه هغوئي په هر صِفَت كښے بيمثاله وو، خو دا صِفَتونه هغوئي ته د خپل كور د تربيت نه حاصل شوي وو ځكه چه د ماشوم د تربيت وړومبئ مدرسه د هغه كور وي، د ماشوم وړومبني استاذان د هغه مور و پلار وي. د اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ كور د وحي او اِلـهام مركز او د علم و عرفان مركز وو، د هغوئي كور د انوارو راوريدلو مركز وو، د هغوئي كور د عبادت و رياضت او سخاوت مركز وو، د هغوئي كور د زُهد و تقوٰى او پرهيزګارئ مركز وو، د هغوئي د كور خلقو به د غريبانو مدد كولو او د غم زپلو مدد به ئے كولو. هغوئي ته خو په ماشوم والي كښے د تعليم وتربيت داسے بابركته نوراني او روحاني ماحول حاصل شوے وو چه د دواړو جهانو سردار، خوږ مَدَني سركار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غىږه مباركه كښے ئے تربيت حاصل كړے وو او د حُضُور اقدس صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خاص بركتونه ئے نصيب شوي وو، هم دا وجه ده چه
حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه په علم و فضل كښے بيمثاله وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د قربانئ او تَـوَكُّل نمونه وه. حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه په بهادرئ كښے بے مثاله وو.، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د تقوٰى او پرهيزګارئ مالك وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه صدقه او خيرات كولو كښے بيمثاله وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه