Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat
په هر حال كښے د صبر و شكر عادت لرلو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به د نيكئ په كارونو كښے ډيره ډيره حِصَّه اخستله، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د عبادت و رياضت نمونه وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به د فرائضو ادا كولو سره سره ډير ډير نفلي عبادتونه كول او د قرآنِ كريم د ډير ډير تلاوت كولو شوقين وو، تر دے پورے چه په ډيرو روايتونو كښے د هغوئي د عبادت او رياضت، د نفلي لمُونځونو او د نيكئ په كارونو كښے د ډيره زياته حصه اخستلو تذكرے ملاويږي، راځئ چه د هغوئي د عبادت مُتَعَلِّق دوه روايتونه واورو: چنانچه
(١) علامه ابنِ اثير جزري رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه فرمائي: :كَانَ الْحُسَيْنُ رَضِـىَ اللهُ عَنْهُ فَاضِلاً كَثِيْرَ الصَّوْمِ وَالصَّلٰوةِ وَالْحَجِّ وَالصَّدَقَةِ وَاَفْعَالِ الْخَيْرِ جَمِيْعِهَا يعني حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به [د فرضو نه پس] ډير ډير لمُونځونه كول، روژے به ئے نيولے، حجونه به ئے كول، صدقه و خيرات به ئے كول او د نيكئ ټولو كارونو كښے به ئے حصه اخستله. (اسد الغابۃ، رقم:۱۱۷۳،الحسین بن علی، ۲/۲۸)
(٢) د هغوئي صاحبزاده حضرتِ سَيِّدُنا امام زَينُ العابِدين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه فرمائى: زما والد محترم حضرتِ سَيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به شپه او ورځ كښے زر ركعاته نفل ادا كول.
(عقد الفريد، باب من كلام الزهاد و أخبار العباد،۳/۱۱۴مختصرا)
اے د امام حُسين عاشقانو! تاسو واوريدل چه حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به د عبادت څومره ډير شوق لرلو او ډير ډير نفلي عبادتونه به ئے كول، مونږ ته سوچ كول