Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
پابندئ سره د كولو نِيَّت اوكړئ، راځئ چه خپل ذهن د نفلي لـمونځونو پابند جوړولو د پاره درے فرامىنِ مصطفي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو: چنانچه
.1خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائىلے دے: چا چه دوه ركعاته نفل ادا كړل چه په هغے كښي ئے د خپل زړه سره څه خبره اونكړه نو د هغه مخكښني ګناهونه به اوبخښلے شي. (بخاری، کتاب الوضو،باب الوضو ثلاثاً ثلاثاً،۱/۷۸، حدیث: ۱۵۹)
.2 رسولِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائىلے دے: څوك چه په ښه طريقه اودس اوكړي او دوه ركعاته د زړه په تَوجُّه سره ادا كړي نو د هغه د پاره به جَنَّت واجب شي. (مسلم،کتا ب الطھارۃ ،باب ذکر المستحب عقب الوضوء،ص ۱۱۸، حدیث:۵۵۳)
3. خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائىلے دے: چا چه په ښه طريقه اودس اوكړو بيا پاڅيدلو او دوه يا څلور ركعاته ئے اوكړل او د هغے ركوع و سجود ئے په خشوع سره ادا كړل بيا ئے د الله تعالٰى نه بخښنه اوغوښتله نو ربِّ كريم به د هغه بخښنه اوكړي. (مسند احمد ، بقیۃ حدیث ابی دَرْدَاء ، ۱۰/۴۳۰ ، حدیث: ۲۷۶۱۶)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ پاكيزه صفتونه دومره ډير دي چه په دے مختصر وخت كښي نه شي بيانيدلے، خو د هغوئي يو داسے صفت چه