Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
دعويٰ كوونكي د غير مسلمو طريقے اختياروي؟ يقينا هيڅ كله نه، بالكل نه.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشِقانِ رَسُول! د يو ريښتوني عاشِق هميشه دا كوشش وي چه د هغه محبوب د هغه نه راضي اوسي او د هغے د پاره هغه مُختلِفے طريقے اختياروي، هغه د خپل محبوب د هرے ورځے كارونو ته ګوري او بيا په هغے باندے عمل كوي، خپل ژوند د خپل محبوب د خوښے مطابق د تيرولو او خپل ټول كارونه د خپل محبوب د خوښے مطابق د كولو كوشش كوي او كوم يو څيز چه د محبوب نه وي خوښ هغه څيز هغه هم نه خوښوي او كوم يو څيز چه د محبوب سره نسبت لري هغه څيز د عاشِق په نظر كښي هُم ډير ښه وي، هم دا وجه ده چه حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ به د آقا كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبيلے د خلقو سره بے حده مَحبَّت كولو او د هغوئي د پاره به ئے دعاګانے هُم كولے، چنانچه
قريشو د پاره به ئے دُعا كوله
حضرت سَيِّدُنا عُروه بِن زُبير رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نه روايت دے چه د قبيله بَنُو نَجَّار يوه صحابيه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْها فرمائيلي دي: چه د مَسجِدُ النَّبَوِىِّ الشَّرِيف نه چاپير كورونو كښي زما كور د ټولو نه اوچت وو او په هغے د پاسه به حضرت بلال رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د سحر اذان كولو، هغوئي به د شپے په آخرئ حِصَّه كښي راغلو او [ زما ] د كور په چت به كښيناستلو او د سحر راختلو انتظار به ئے كولو، چه هغه [يعني سحر راختل] به ئے اوليدل نو غَزَوونے به ئے اوكړو او دا دُعا به ئے كوله: اَللّٰہُمَّ اِنِّیْ اَحْمَدُکَ وَاسْتَعِیْنُکَ عَلٰی قُرَیْشٍ اَنْ یُّقِیْمُوْا دِیْنَکَ يعني اے الله! زه ستا حَمْد بيانووم او د قريشو په معامَله كښي ستا نه مدد غواړم چه هغوئي ستا دين قائم كړي، او هغے نه پس به ئے اذان كولو، هغه صحابيه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْها فرمائي: چه