Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
تلاوت اوكړو او د ربّ كريم حَمْد ئے بيان كړو او بيا ئے په نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے درود شريف اولوستلو او د خپل ربّ نه ئے بخښنه اوغوښتله نو يقيناً هغه ښيګړه د خپل خائے نه او لټوله. ( در منثور، پ ٣٠، ذكر دعا ختم القران،٨/ ٦٩٨)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
هر نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
[نِيَّت اوكړئ چه] نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. ٭ چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښے] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے