Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
خوږو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا
جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مے دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا
جنّت كښ مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
صَــلُّـوْا عَـلَـی الْـحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ تَعَالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
”مِسواك ښكلے سُنَّت دے“ د څوارلسو حُروفو
په نِسبت د مِسواك 14 مَدَني ګلونه
٭ مِسواک د پيلو، زيتون يا د شنډئ وغيره د تريخ لرګي پکار دے. ٭ د مِسواک پيړ والے د کچے ګوتے همره پكار دے. ٭ مِسواک د يو لويشت نه زيات اُوګد نه دے پكار، ګنې شيطان پرے کښيني ٭ د دے ريشے [يعني برش] نرم پكار دے سختے ريشے د غاښونو او ورو په مينځ كښې د ”چاؤ“ [GAP] پيدا کيدو باعث جوړيږي. ٭ مِسواک که تازه وي خو ډيره ښه ده، او که [تازه] نه وي نو لږ ساعت ئے د اوبو په