Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
ګِلاس کښ کيږدئ چه نرم شي ٭ د طبِيبانو مشوره ده چه د مِسواك ريشے هره ورځ پريك كوئ.
٭ د غاښونو په سرو كښې مِسواک کوئ ٭ چه کله هم مِسواک کوئ کم از کم درے ځله ئے کوئ، هر ځله ئے وينځئ ٭ مِسواک په ښي لاس کښ داسے نيسئ چه کچئ ګوته ترے لاندے، د مينځ درے ګوتے پري د پاسه وي او غټه ګوته ئے په سر [د برش سره] وي ٭ مخکښې د ښي طرف په پاس غاښونو كښې، بيا د ګڅ طرف په پاس غاښونو كښې، بيا د ښي طرف په لاندے غاښونو كښې او بيا د ګڅ طرف په لاندے غاښونو كښې مِسواک كوئ ٭ د مِسواک کولو په وخت كښې مِسواک په موټي کښې نيولو سره د بواسيرو [د مرض پيدا] كيدو خطره ده ٭ مِسواک د اودس سُنّتِ قبلِيه دے (يعني مِسواك د اوداسه نه مخكښې كول سُنَّت دي، په اوداسه كښ دننه سُنَّت نه دي، لهٰذا د اوداسه شروع كولو نه مخكښې مِسواك كوئ، بيا درے درے ځله لاسونه وِينځئ او د قاعدے مطابق اودس كوئ) البَتَّه سُنَّتِ مُؤکَّده هُم هغه وخت دے چه كله په خُله کښ بدبوئي وي. (ماخوذ از فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج ١ ص ٨٣٧)
د ښځو د پاره مِسواك كول د بـي بـي عائِشه سُنَّت دي
٭ ”ملفُوظات اَعلىٰ حضرت“ كښ دي: ”د ښځو د پاره مِسواك كول د اُمُّ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا سُنَّت دي خو كه هغوئي ئے اونكړي نو باك