Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
حضرت سَيِّدُنا عُروه بن زُبير رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ خپل پلار نه روايت كوي چه يوه ورځ وَرَقه بِن نَوفَل (چه هغه د اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا خَدِيجه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْها د ترۀ ځوئ وو ) د حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په خوا تيريدلو چه هغوئي (د اسلام قبلولو په وجه) [اُمَيَّه بِن خَلَف] وهلو او په داسے حال كښي هم هغوئي اَحَدْ اَحَدْ يعني الله يو دے الله يو دے وئيلو. وَرَقه بِن نَوفَل چه [دا حال] اوليدلو نو اُوئے وئيل: اے بلال! رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ هم دغه رنګے د الله نوم اخله. بيا اُمَيَّه بن خَلَف ته مُتَوَجِّه شو او ورته ئے اُووئيل: قَسَم په خُدائے! كه چرے ته دوئي په دے خبره شهيد كړے نو زه به د رحمت او بركت حاصلولو د پاره (د دوئي مزار) جوړوم. يوه ورځ اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په خوا تيريدلو او هغوئي د حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ سره هم هغه عمل كولو نو حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ اُمَيَّه بن خلف ته اوفرمائيل: د دے بے وسه په باره كښي ته د الله نه نه يَريږے. تر څو به ده ته تكليف وركوے؟ اُمَيَّه ورته اووئيل: چه تاسو دا بے لارے كړے دے، اوس ئے د دے تكليف نه هم خلاص كړئ كوم چه تاسو وينئ. نو حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ورته اوفرمائيل: چه ما سره د بلال نه زيات صحت مند او طاقتور غلام شته د ے، بلال ما ته راكړه او هغه ته واخله. هغه اُووئيل: چه ما ته منظوره ده نو