Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
كوونكو ) سردار دے. ( معجم كبير،٥/٢٠٩حديث: ٥١١٩)
٭ د هغوئي شمير اسلام قبلوونكو وړومبنو سعادت مندو كښي كيږي. (صفة الصفوة ،١/٢٢٧ ماخوذا) ٭ حضرت بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ تنهائے كښي عبادت كوونكے، ډير مهربانه او سخى، او د اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيقِ رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ اذاد كړے غلام وو. ٭ هغوئي ته د اسلام قبلولو په وجه ډير تكليفونه وركړے شوي وو. هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د دواړو جهانو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خازِن ( يعني خزانچي) وو. هغوئي حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مَحبَّت كوونكے، د نيكئ په كار كښي وړاندے وړاندے، او د ربّ كريم په ذات باندے كامل يقين لرونكے وو. (حِليَة الاَولياء،بلال بن رباح، ١/١٩٩)٭ هغوئي په اسلام كښي ريښتونے او پاكيزه زړه لرونكے وو. ٭ د ماسپښين په وخت كښي به چه كله ګرمي ډيره زياته شوه نو اُمَيَّه بِن خَلَف به هغوئي بهر را اويستلو او د مكے په شګه به ئے څملولو او غټ كانړے به ئے را اوغوښتو او د هغوئي په سينه باندے به ئے كيښودو. خو حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ به په دے سخت مصىبت كښي د اخته كيدو باوجود هم د اَحَد اَحَد يعني الله يو دے الله يو دے نعرے وهلے. ( حِليَة الاَولياء،بلال بن رباح،١/٢٠٠)
٭ د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ وصال سن 20 هجري كښي شوے وو. ( ابن عساكر،رقم:٩٧٤،بلال بن رباح،١/٤٤٥ )
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد