Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi
مُحترمو اسلامي ورونړو! حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ډير صبر كوونكے او وفا كوونكے، د اسلام حقيقي ترجُمان، اسلام سره مَحبَّت كوونكے، د اسلام د پاره تكليفونه برداشت كوونكے، او د اسلام د پاره خپل ځان قربانوونكے وو. راځئ چه د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په ايمان باندے د استقامت واقعه واورو: چنانچه
حضرت سَيِّدُنا عمرو بن عاص رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ فرمائي: چه يوه ورځ زه د بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په خوا تيريدم، نو [اُمَيَّه بِن خَلَف] هغوئي په ګرمه زمكه څملولے وو او سزا ئے وركوله. (ګرمي دومره زياته وه) چه كه چا په زمكه باندے د غوښے يوه ټكړه كيښودے وے نو هغه به هم پخه شوے وے خو په داسے حال كښي هم د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په ژبه باندے دا كلمات جاري وو چه د لات او عُزّىٰ خدائي نه منم. بدبخته اُمَيَّه بِن خَلَف چه دا واوريدل نو د هغوئي سزا ئے نوره هم زياته كړه. او د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ مرئ ئے دومره زور كړه چه هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ بے هوشه شولو. ( سبل الهدي و الرشاد، جماع ابواب بعض الامور.. الخ، الاباب الخامس عشر في عدوان المشركين.. الخ،٢/٣٥٧ )
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! حضرتِ سَيِّدُنا بلال حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په خپل ايمان باندے څومره مضبوط ولاړ وو، كاش چه مونږ ته هُم صحيح معنو كښے د ايمان د