Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar
په نافرمانئ كښې مشغول وي او بيا په څه مصيبت كښې اخته شي نو دا د هغه د ګناهونو سپيروالے كيدے شي، د دے مياشتے سره د سپيروالي هيڅ تعلق نشته. څنګه چه
په تفسير رُوحُ البيان كښې ليك دي چه: صَفَرُ الْمُظَفَّر وغيره كومه مياشت يا مخصوص وخت سپيره ګنړل صحىح نه دي، ټول وختونه الله پاك جوړ كړي دي او په دے كښې د انسانانو عملونه واقع كيږي. كوم وخت چه مومن بنده د الله پاك په اطاعت و فرمانبردارئ كښې مشغول وي هغه وخت مبارك دے او كوم وخت چه د الله پاك نافرماني كوي هغه وخت د هغه د پاره سپيره دے. په حقيقت كښې اصل سپيره والے د ګناهونو دے. (تفسیرروح البیان، پ ۱، التوبۃ،تحت الآیۃ ۳۷، ۳/۴۲۸)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
دولس مدني كارونو كښې يو مدني كار ”چوك درس“
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د صَفرُ المُظَفَّر اهميت پيژندلو، د دے مياشتے بركتونه حاصلولو او د دے په باره كښې مشهورے شوي غلطو خبرو نه خلاصے حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي مدني ماحول يو لوئي نعمت دے، لِهٰذا د دے نعمت نه فائده واخلئ، نن بلكه د اوس نه د دے ماحول بركتونه حاصلولو والؤ عاشقانِ رسول سره شامل شئ او د ذِيلي حلقے په مدني كارونو كښې مضبوط كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ.
ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښې هره ورځ يو مدني كار ”چوك