Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar
(٢) [يو بل حديث كښې خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي:] په هره مياشت كښې د درے ورځو روژے داسے دي لكه د دَهر (يعني د هميشه) روژے. (صَحِيْحُ الْبُخارى ج١ ص٦٤٩ حديث ١٩٧٥)
(٣) [يو بل حديث كښې خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي:] د رَمَضان روژے او هره مياشت د درے ورځو روژے د سِينے خرابي لرے كوي. (مُسْنَد اِمام اَحمَد ، ج٩ ص٣٦ حديث٢٣١٣٢)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
دارُ الْاِفـتاء اَهْـلِـسُنَّـت
سُبْحٰـنَ اللّٰـہ! روژه څومره ښكلے عبادت دے چه د دُنياوي او اُخروي عبادتونو مجموعه ده او روژه نيوونكي ته ډير ډير بركتونه نصيب كيږي، لِهٰذا كه مونږه هم دا بركتونه حاصلول غواړو نو مونږ له هُم پكار دي چه د صَفَرُ الْمُظَفَّر په مياشت كښې او نورو مياشتو كښې هم خصوصيت سره د دے روژو نيولو ضرور سعادت حاصل كړو.
اَلْحَمْدُلِـلّٰـہ د عاشقانِ رَسُول مدنی تحریك دعوتِ اسلامی مدني ماحول كښې د نفلي روژو نيولو ډير ترغيب وركولے كيږى او په دے ماحول كښې شامل بعضے عاشقانِ رسول د نفلي روژو هم پابندي كوي. لِهٰذا همت اوكړئ او د دے عاشقانِ رسول صُحبت حاصلولو د پاره د دعوتِ اسلامی مدني ماحول كښې شامل شئ. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا كښې دا وخت د 107 نه زياتو شعبه جاتو په ذریعه د دین پیغام عام كولو كښې مصروفِ عمل دے، هُم دے شعبه جاتو كښې يوه شعبه ”دارُ الْاِفتاء