Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar
وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښے كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن په دے هفته واره د سنتو ډكه اجتماع كښې زمونږ د بيان موضوع ده ”فيضانِ صَفرُ المُظَفَّر“. د بدفالئ څه حقيقت دے؟ اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه په دے باره كښې څه فرمائيلي دي؟ په الله پاك د تَوَكُّل ساتلو څه بركات دي؟ په صَفرُ المُظَفَّر كښې كوم كوم عظيمُ الشان واقعات شوي دي؟ د صَفرُ المُظَفَّر د مياشتے متعلق اسلامي تعليمات څه دي؟ د دے ټولو څيزونو بيان به نن مونږه دے اجتماع كښې واورو. كاش چه مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره د اوريدلو سعادت رانصيب شي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د يو كس بيان دے چه يو ځل زه دومره محتاجه شوم چه د لوږے د وجهے مے خاوره اوخوړله، د لوَږے د لاسه مے حال ډير بد وو. ما سوچ اوكړو: كاش چه څوك داسے پيدا شي چه په ما څه اوخوري، چنانچه زه د داسے كس په تلاش كښې د ايران ښار اَهواز ته روان شوم حالانكه هلته زما څوك پيژندګلو والا نه وو، چه كله د درياب غاړے ته اورسيدم نو هلته كشتئ نه وه، ما دا بدفالي اوګنړله. بيا مے يوه كشتئ