Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar
وَهم وو چه دا ساعت سپيره وي، د حضرت مزاحم اشاره هُم دے طرف ته وه.
(حضرت سیدنا عمر بن عبدالعزیز کی425حکایات،ص۹۰)
لِهٰذا حضرت عمر بن عبدالعزيز رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه په الله پاك باندے د توَكُّل درس وركړو او د هغه وَهم او بدفالي ئے رد كړه.
د دے نه دا معلومه شوه چه ٭ د الله پاك نيك بندګان په نجوميانو اعتماد نه كوي،٭ د الله پاك نيك بندګان د سپوږمئ او ستورو اثر كول نه مني، ٭ د الله پاك نيك بندګان بدفالي نه مني، ٭ د الله پاك نيك بندګان د سپوږمئ او ستورو اثر منلو والؤ اصلاح كوي، ٭ د الله پاك نيك بندګان د الله تعالٰى په ذات باندے مكمل يقين ساتي، لِهٰذا مونږ له پكار دي چه مونږه هم د دغے بزرګانو په نقشِ قدم روان شو، وهم، بد فالي، د سپوږمئ ستورو اثر كول او په نجوميانو د اعتماد كولو په ځائے صرف د الله پاك په ذات باندے يقين كول زده كړو ځكه چه
د الله پاك په ذات باندے د يقين كولو برَكات
٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه هميشه خوشحاله اوسيږي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه په سكون او اطمينان كښې ژوند تيروي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي د هغه كارونه مخ په وړاندے روان وي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي د هغه ښپے نه خوئيږي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه په مشكل ترينو حالاتو كښې هم