Book Name:Ham Q Nahi Badltay
خپله اصلاح كولو كښے كامياب شو. الله پاك دِ مونږه د اوګږدو اُمِيدونو د شر نه په امان كښے اوساتي. آمين
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! زمونږ په اصلاح كښے ركاوټ او زمونږ د نه بدليدلو دويمه اهمه وجه خپله محاسبه نه كول هم دي، ځكه چه مونږه د خپلو اعمالو محاسبه نه كوو، ياد ساتئ! خپله محاسبه نه كول انسان د خپل آخِرت نه غافِله كوي، خپله محاسبه نه كول انسان د نيكو اعمالو نه لرے كوي، كوم انسان چه خپله محاسبه كوي هغه د نيكئ كولو ډير لالچ كوي او ګناهونو نه هر وخت د بچ كيدلو كوشش كوي، د مرګ تصور هر وخت د هغه په سترګو كښے وي او دالله پاك د ويرے نه په لړزان وي، چنانچه
د مكتبةُ المَدينه كتاب ”حكايتيں اور نصىحتيں“صفحه 52 كښے دي چه حضرت سيدنا ابوبكر كَتَّانِـي رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه فرمائي: يو كس به په خپلو ګناهونو او خطاګانو باندے د خپل نفس محاسبه كوله. يوه ورځ هغه د خپل ژوند د كلونو حساب اولګولو نو شپيته كاله جوړ شو، بيا ئے د ورځو حساب اولګولو نو يو يو وِيشت زره او پينځه سوه ورځے جوړے شوے نو د خُلے نه ئے يوه چغه اُووتله او بے هوشه شو او په زمكه