Book Name:Ham Q Nahi Badltay
1426ھ كښے يوه شپه په خوب كښے د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو. خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته په خوب كښے څه داسے اوفرمائيل: څوك چه په دے مياشت كښے هره ورځ په پابندئ سره د مدني انعاماتو متعلق غوروفِكر اوكړي، الله پاك به د هغه بخښنه اوكړي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د صُحبت اثر كيږي، نن صبا زمونږ په معاشره كښے د ګناهونو د زياتيدو، د خپلے اصلاح د فِكر نه كولو او په نيكو كښے د زړه نه لګيدلو او د مرګ نه د غافله كيدلو يوه وجه بد دوستان هم دي، ځكه چه كه زمونږه دوستي داسے خلقو سره وي چه هغوئي ته نه د خپل آخرت فكر وي او نه د بل د آخرت، نو د هغوئي په صُحبت كښے د اوسيدلو په وجه به د هغوئي د بدو اعمالو اثر په مونږه هُم كيږي او مونږه به هُم د خپلے اصلاح نه غافله كيږو او خپل قيمتي وخت به ضائع كوو.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بد صُحبت څومره نقصانونه وي، راځئ چه په دے باره كښے يوه عبرتناكه واقعه واورو: چنانچه
امیرِ اَہلسُنّت، حضرت علّامه مولانامحمد الیاس عطّارقادِرِی دَامَتْ بَـرَکاتُہُمُ الْعَالِیَہ په خپل کتاب ”د نیکئ دعوت“ كښے فرمائي: د پنجاب (پاكستان) په يوه محلّه كښے عَجِيبه بدبوئي خوره شوه، د علاقے والؤ چه ډير لټون اوكړو نو آخِر د بدبوئي ځائے