Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool
يعني لږ غور اوكړئ چه د كوم كريم آقا مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دسترخوان سوزيدلي ډوډئ باندے د كائنات ګزاره روانه ده نو د هغوئي د دسترخوان هغه ډوډئ چه د سوزيدلو نه محفوظه دي د هغے به څه حال وي؟ او د كوم محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دسترخوان سوزيدلي ډوډئ چه سترګے بريښوي نو د هغوئى د خپل مخ مبارك د انوارو به څه عالَم وي؟ يو شاعر څه ښه وئيلي دي:
قدموں میں جبیں کو رہنے دو
جب چاند سے بڑھ کر ایڑی ہے چہرے کا تصوّر مشکل ہے
تو رُخسار کا عالَم کیا ہوگا
[يعني بس د خوږ نبي مُحَمَّد مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښپو مباركو ته ګورئ د هغوئي د مخ مبارك تصوّر مشكل دے]
ځكه چه د سپوږمئ نه زياتے روښانه د هغوئي پُوندے مباركے دي نو د مخ مبارك د انوارو به ئے څه عالَم وي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه د شاعرئ او د هغوئي د عشقِ رسول متعلق بيان اوريدلو. د سپوږمئ ذِكر هُم په شعر و شاعرئ كښے ځائے په ځائے شوے دے. د محبوب حُسن، د محبوب ښائست، او د محبوب رنګ ته سپوږمئ سره تشبيه وركول په اُردو شاعرئ كښے ډير عام دي. خو څنګه چه اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه سپوږمئ د نَعتِ محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره استعمال كړي ده د