Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool
يعنی يوه د آسمان سپوږمئ ده او يوه د مدينے منورے سپوږمئ ده. د آسمان سپوږمئ هم رنړا خوروي او د مدينے منورے سپوږمئ هم نُور تقسيموي، د آسمانونو سپوږمئ چه كومه رنړا خوروي هغه د یو څو ساعتو پورے وي او د مدينے منورے سپوږمئ كه چا ته د نُور يو څرك هم وركړي نو د ھغه دُنيا او آخرت دواړه پرے روښانه شی. ځكه په يو بل مقام كښے د نُور خيرات داسے غواړي:
چمک تجھ سے پاتے ہیں سب پانے والے
مِرا دِل بھی چمکا دے چمکانے والے
(حدائقِ بخشش، ص۱۵۸)
يعني يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! چه د چا زړه هم روښانه دے هغه ستاسو د نُور په بَرَكت روښانه دے، يا رَسُولَ الله زما زړه هُم روښانه كړئ.
د څوارلسمے سپوږمئ او د مدينے سپوږمئ
(٥) په يو بل ځائے كښے فرمائي چه سپوږمئ او لمَر خو د آقا كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښكلي روښانه مخ مبارك په وړاندے هيڅ حيثيت نه لري، چنانچه فرمائي:
خُورشید تھا کِس زور پر کیا بڑھ کے چمکا تھا قمر
بے پردہ جب وہ رُخ ہوا یہ بھی نہیں وہ بھی نہیں
(حدائقِ بخشش، ص۱۱۰)
يعني چه رسا د غرمے په وخت كښے لمَر په خپل عُرُوج وي او يا د شپے سپوږمئ په خپله انتها وي او ډيره زياته ځليږي، په دے كښے خوږ محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم