Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool

Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool

(11) دولسمه شپه په اجتماعِ میلاد كښے تِیره کړئ او دَ صبا صادق په وخت كښے مَدَني جهنډے په لاسونو كښے اونیسئ او درود سلام سره په لمدو سترګو د سپرلی دَ سحر استقبال اوکړئ. دَ سحر دَ مونحٔ نه پس سلام او د اختر مبارکي اوکړئ هر یو دَ بل سره په ښه ګرم جوشئ سره میلاؤ شئ او ټوله ورحٔ یو بل ته د اختر مبارکي ورکوئ ۔

عیدِ  میلادُ   النّبی  تو عید کی بھی عید ہے

بالیقیں ہے عید ِعیداں عیدِ میلادُ  النّبی     (وسائلِ بخشش ص۴۶۵)

 (12) زمونږ خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ګل په ورحٔ روژه نیوله او دَخپل یومِ ولادت خوشحالي به ئے كوله. تاسو هم په یادِ مصطفیٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښے په دولسم ربیع الاول شریف روژه اونیسئ او مَدَني جهنډه اوچته کړئ او جلوس میلاد كښے شامل شئ. تر څو پورے چه كيدے شي نو په اوداسه كښې اوسئ، په ژبه درود و سلام او نعتونه جاري ساتئ. سترګے ښکته ساتئ او ډیر دَ وقار نه ډکه طریقه باندے حٔئ. په ټوپونو وهلو او مسخرو كولو چا ته د اعتراض موقع مه ورکوئ.

ربیعُ الاوّل تجھ پر اہلسنّت کیوں نہ ہوں قرباں

کہ   تیر ی   بارھویں  تاریخ  وہ جانِ قمر آیا      (قبالہ بخشش ص۳۷)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره كښے د نوم ايښودلو د يو څو نكاتو بيانولو سعادت حاصلووم.