Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool
هسے خو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډيرو خُصُوصياتومالِك وو خو خاص خبره دا ده چه د هغوئي ډير شعرونه د قرآنِ پاك تفسيري معنو او اَحادِيثو طرف ته اِشاره كوي، لكه قرآن او حديث كښے چه د خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان بيان شوے دے هغه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډيرو شعرونو نه واضحه كيږي. څنګه چه يو ځائے كښے فرمائي:
مومن ہوں مومنوں پہ رؤفٌ رحیم ہو سائل ہوں سائلوں کو خوشی لَانَہَر کی ہے
(حدائقِ بخشش ، ص۲۱۲)
[يعني يا رَسُولَ الله زه مُؤمِن يم او تاسو په مُؤمِنانو ډير زيات مهربانه ئے، او زه ستاسو د دَر سوالي يم او سوالګر په لَانَهَر خوشحاله دي.]
په دے شعر كښے د قرآنِ كريم دے آيت ته اشاره ده.
وَ اَمَّا السَّآىٕلَ فَلَا تَنْهَرْؕ(۱۰) (پ۳۰، الضحی:۱۰)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او سوالګر مه رټه.
سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بل ځائے اِرشاد فرمائي:
مجرم بُلائے آئے ہیں جَآءُوۡکَ ہے گواہ پھر رد ہو کب یہ شان کریموں کے در کی ہے
(حدائقِ بخشش ، ص۲۰۵)
په دے شعر كښے د قرآنِ پاك دے آيتِ مُباركه طرف ته اشاره ده: