Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool
سرشار وي. ياد ساتئ! د مالدارو خوشامدے او چاپلوسي كول شرعاً سخت منع دي او د دين د پاره د نقصان باعِث دي. راځئ چه د خوشامدے د مُذمّت متعلق دوه حديثونه واورو:
(١) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: كله چه چا قرآن مجيد اولوستلو او تَفَقُّه فِـى الدِّين ئے حاصل كړو (يعني عالِم جوړ شو) بيا ئے د بادشاه په دروازه د هغه چاپلوسي [يعني خوشامده] اوكړه او (د هغه) د مال په لالچ كښے راغے نو هغه د بادشاه د ګناهونو برابر د دوزخ په اور كښے ننوتلو. (مسند الفردوس ،۱/۲۸۹ ،حدیث:۱۱۳۴)
(٢) خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: مِنْ خُلُقِ الْمُؤْمِنِ التَّمَلُّقُ يعني مسلمان خوشامدي نه وي. (شعب الایمان، باب في حفظ اللسان،۴/۲۲۴ ،حدیث: ۴۸۶۳)
اے عاشقانِ رسول! معلومه شوه چه مالدارانو سره داسے تعلق ساتل چه د هغے په وجه دين او خود دارئ ته نقصان اورسي دا ښه نه دي، البته د نيكئ دعوت وركولو د پاره د هغوئي څنګ ته ضرور تلل پكار دي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته اِخلاص سره د دِين د خدمت كولو توفيق راكړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مسلمان اګر كه بے عمله وي خو هغه د الله او رسول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ضرور مَحبَّت لري، چنانچه علمائے كرام فرمائى: الله پاك او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم