Book Name:Faizan-e-Rabi-ul-Awaal
ډير ډير بركتونه حاصل كړو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مے دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د امير اهلسنت حضرت علامه مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د رسالے 163 مدني ګلونه نه د ګرځىدلو سنتونه او آداب واورو:
٭ پاره 15 سوره بني اسرائِيل آيت 37 كښے د ربُّ الْعِباد عَزَّوَجَلَّ ارشاد دے:
وَ لَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًاۚ-اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَ لَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا(۳۷)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او په زمکه په لوئـي سره [يعني په تكَبُّر] مه ګرځه، بيشکه هيڅ کله به نه زمکه اوشلوے او نه به هيڅ کله په اوچتووالي كښے غرونو ته ورسيږے. ٭ د دعوتِ اسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د 1197 صفحو کتاب ”بهارِشريعت“ جِلد 3 صفحه 435 کښے فرمانِ مُصطفے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: يو كس دوه څادرے اچولے په لوئِـي سره [یعنی په فخر] روان وو او په تَـكَـبُّر كښے وو، هغه