Faizan-e-Rabi-ul-Awaal

Book Name:Faizan-e-Rabi-ul-Awaal

وَ تُعَزِّرُوْهُ وَ تُوَقِّرُوْهُؕ          (پ۲۶،الفتح:۹) [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د رَسُول تعظيم او توقِير اوكړئ.

      تفسير صِراطُ الْجِنان كښے د دے آيت كريمه نه لاندے ليك دي: معلومه شوه چه د الله پاك په بارګاه كښے د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعظيم و توقِير انتهائي مطلوب او د ډير زيات اَهَمِّيَّت حامِل دے ځكه چه دلته الله پاك په خپله تَسْبِيْح باندے د خپل حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعظيم و توقِير مُقَدَّم كړے دے. او څوك چه د ايمان راوړلو نه پس د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعظيم كوي، الله پاك د هغوئي د كاميابيدلو او مُراد ته د رسيدلو اعلان داسے فرمائي:

فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَ عَزَّرُوْهُ وَ نَصَرُوْهُ وَ اتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤۙ-اُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۠(۱۵۷) (پ۹،الاعراف:۱۵۷)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو هغه خلق چه په هغه نبي باندے ايمان راوړي او د هغه تعظيم اوكړي او د هغه مدد اوكړي او د هغه نُور پيروي اوكړي كوم چه هغه سره نازل كړے شوے دے نو هُم هغه خلق كاميابي حاصلولو والا دي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اے عاشقانِ رَسُول! مونږه د ربيعُ الاول فضائل او د هغے د بركتونو بيان اوريدلو. د دے مياشتے د ټولو نه غټ عظمت او شان دا دے چه دا زمونږه د خوږ نبي مكِّـى مَدَنـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره نسبت لري. هُم دے نسبت د دے مياشتے شان نور هم زيات كړے دے او د دے دولسم تاريخ باندے لَيْلَةُ الْقَدْر هم رشك [يعني رخه] كوي،