Faizan-e-Rabi-ul-Awaal

Book Name:Faizan-e-Rabi-ul-Awaal

ځكه چه په دے مياشت كښے د الله پاك د ټولو نه لوئي رحمت مونږه ګنهګارانو ته نصيب شوے دے، په دے مياشت كښے الله تعالٰى خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته عطا كړے دے، مونږ له پكار دي چه په دے رحمت د الله پاك شكر ادا كړو، په دے رحمت خوشحالي اوكړو، ځكه چه د رحمتِ اِلٰـهـى په حاصليدلو د خوشحالئ كولو حكم خو الله تعالٰى پخپله فرمائيلے دے، چنانچه

     په سيپاره ١١ سورۀ يُونُـس آيت نمبر ٥٨ كښے ارشاد دے:

قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَ بِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْاؕ-هُوَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ(۵۸) (پ۱۱،یونس:۵۸)              

مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: ته اُو وایه! هُم د اﷲ  په فَضل او د هغه په رَحمت او هُم په هغے پكار دي چه خوشالئ اوکړي،  دا د هغوئي د ټول جمع كړي دولت نه بهتر دي.

        مشهور مفسّرِ قرآن، مُفتی اَحمد یارخان نعیمی رحمَةُ اللّٰهُ تعالٰى  عَلَيه د دے آيت مباركه لاندے فرمائي: اے محبوب! خلقو ته دا زيرے واوروه او حكم هم وركړه چه د الله پاك په فضل او د هغه په رحمت باندے ډيرے خوشحالئ اوكړئ. عامه خوشحالي خو هر وخت كوئ او خاصه خوشحالي په هغه تاريخونو كښے كوئ كومو كښے چه هغه نعمت راغلے وي يعني رَمَضان  كښے چه د الله فضل ”قرآن“ راغلے دے، ربيعُ الاوَّل كښے خاص په دولسم تاريخ رَحْمَـةٌ لِّـلْـعٰلَمِيْن يعني محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پيدا شوے دے. دا فضل او رحمت يا په دے خوشحالي كول ستاسو د ټول جمع شوي مال او سامان، روپـو، مكان، جائيداد، څاروو، كروندے او اولاد وغيره ټولو نه غوره دي چه د