Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa
وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲) (پ:۳۰، الضحیٰ:۲،۱)
مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: د څاښت قسم او د شپے چه كله پرده خوره كړي.
په دے آيتونو كښے د څاښت او د شپے د تِيارے نه څه مراد دے؟ د دے په باره كښے د مفسرينو او علمائے كرامو مختلف اقوال دي. راځئ چه د هغے نه څه واورو. چنانچه
عاشقِ رسول حضرت علامه سيِّد محمود آلُوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په تفسير ”رُوحُ المَعانـى“ كښے ليكي:
1۔ ”وَالضُّحٰـى“ نه مراد د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څاښت د لمَانځه قسم او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تَهَجُّد د لـمانځه قسم دے.
2۔ ” وَالضُّحٰـى“ نه مراد د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشحالئ د وخت قسم او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غم د وخت قسم.
3۔ ” وَالضُّحٰـى“ نه مراد د هغه وخت قسم دے چه كله به آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خلقو سره ملاقات كښے مشغول وو او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغه وخت قسم دے چه كله به د شپے په تنھائي كښے خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په عبادت كښے مصروف وو. (روح المعانی،الجزء: ۳۰،ص۵۲۱)
او حضرت سيِّدنا امام فخر الدين رازي رحمَةُ اللّٰهُ تعالٰى عَلَيه فرمائي:
4۔ ” وَالضُّحٰـى“ نه مراد د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كمالِ عقل قسم او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه د ظاهري وفات قسم.