Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa
وركړي دي او په خپلو خاصو مهربانو ئے ډير ډير شرف وركړے دے او په قرآن كريم كښے ربِّ كريم په مختلفو مقاماتو كښے د مختلفو الفاظو په ذريعه د خپل حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفتونه بيان كړي دي، چنانچه
٭ په سُوْرَةُ الفَتْح آيت نمبر ٢٩ كښے خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ”مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللّٰہ“ وئيلے شوي دي، ٭ په سورۀ آلِ عمرٰن آيت نمبر ٣٣ كښے هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ”مصطفٰى“ وئىلے شوے دے، ٭ په سورۀ آلِ عمرٰن آيت نمبر ١٧٩ كښے ورته ”مُجتبٰى“وئىلے شوے دے، ٭ په سورۀ جِن آيت نمبر ١٥ كښے هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ”مرتضٰى“ په لقب ياد شوے دے، ٭ په سورۀ بنـى اسرائيل آيت نمبر ١ كښے ورته ”عَبدِ كامل“وئيلے شوے دے ٭ سورۀ مائده آيت نمبر ١٥ كښے هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ”نُور“ وئيلے شوے دے. ٭ په سورۀ نِسآء آيت نمبر ١٧٤ كښے ورته ”بُرهان“سورۀ اَحزاب آيت نمبر ٤٥ كښے ورته ”حاضر و ناظر“، ”سراج منير“ او ”دَاعِیًا اِلَى اللّٰهِ“ (يعني الله طرف ته رابللو والا) وئيلے شوے دے. ٭ په سورۀ يٰسين آيت نمبر ١ كښے هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يٰس وئيلے شوے دے. ٭ سورۀ طٰهٰ آيت نمبر ١ كښے ورته طٰهٰ وئيلے شوے دے. ٭ سورۀ بقره آيت نمبر ١١٩ كښے ورته بشير (يعني زيرے وروكوونكے) او نذير (ويره اوروونكے) وئيلے شوے دے، ٭ سورۀ مُزَّمِّل آيت نمبر ١ كښے هغوئي ته مُزَّمِّل ٭ په سُوْرَۀ مُدَّثِّر آيت نمبر ١ كښے ورته مُدَّثِّر فرمائىلے دے ٭ سورۀ الِ عمرٰن آيت نمبر١٦٤ كښے الله پاك هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ