Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
الله پاك د حضرت سَيِّدُنا ابراهيم خليلُ الله عليه السلام معراج داسے بيانوي:
وَ كَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ (پ:۷،الانعام:۷۵)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او هُم دغسے مونږه ابراهيم ته ښائيو ټوله بادشاهي د آسمانونو او زمكے.
حضرت سَيِّدُنا سعيد بن جُبير رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه فرمائي چه د دے نه د آسمانونو او زمكے نښے مراد دي او هغه داسے چه حضرت ابراهيم عَلَيهِ السَّلام ئے د بيتُ المُقدس په صَخره (ګټ) باندے اودرولو او د هغوئي د پاره د ټولو آسمانونو مشاهده ظاهره كړے شوه تر دے چه هغوئي عرش و كُرسي او د آسمانونو ټول عَجائبات او په جَنَّت كښے خپل مقام اوليدلو بيا د هغوئي د پاره د زمكے مشاهده ظاهره كړے شوه تر دے چه هغوئي د زمكے د ټولو نه لاندے پورے نظر اوكړو او د زمكو ټول عجائبات ئے اوليدل.
(تفسیر خازن،الانعام، تحت الآیۃ: ۷۵، ۲/۲۸ ملتقطاً)
په دے بيان شوي آيت كښے د معراجِ ابراهيمي ذِكر دے، حضرت ابراهيم عَلَيهِ السَّلام ته عظيم معراج شوے وو خو زمونږ خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د دے نه ډير اعلٰى معراج شوے وو تر دے چه حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ” دَنَا فَتَدَلّٰىۙ(۸) فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰىۚ(۹) “ مقام ته رسيدلے وو.
الله كريم د حضرت موسٰى عَلَيهِ السَّلام د پاره د كانړي نه اوبه جاري كړي وے: