Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa
ډك كړل بيا خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيالئ نه لاس مبارك اوچت كړو او اوبه ختمے شوے. حضرت جابر رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه نه خلقو تپوس اوكړو چه هغه وخت تاسو څومره كسان وئ؟ نو هغوئي اوفرمائيل چه مونږه پينځلس سوه كسان وو خو اوبه دومره زياتے وے لَوْکُنَّا مِائَـۃَ اَلْـفٍ لَـکَـفٰـنَا يعني كه مونږه يو لاك [كسان] وے نو هُم د ټولو د پاره به دا اوبه كافي وے. (بخاری،کتاب المناقب، باب علامات النبوۃ فی الاسلام، ۲ /۴۹۳، حدیث: ۳۵۷۶ ماخوذاً)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! الله پاك خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دومره زيات خصوصيات او شان و عظمت وركړے دے چه مونږه ئے شميرلے نه شو، لِهٰذا سيرتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيژندلو د پاره او د حُضُور نبئ مُكَرَّم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حقيقي محبت حاصلولو د پاره د عاشقانِ رَسُول مَدَني تحریك دعوتِ اسلامي مدني ماحول كښے شامل شئ. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! دعوتِ اسلامی په ټوله دُنيا كښے دا وخت د 107 نه زياتو شُـعبه جاتو په ذریعه د دین اسلام پیغام عام كولو كښے مصروفِ عمل دے، په هغے كښے يوه ”شُعبه سوشل مِيډيا“ هُم ده، د مِيډيا په دے دور كښے ټيكنالوجي په ډيره ترقئ ده. خاص طور د انټرنيټ د ايجاد نه پس د سوشل ميډيا (Social Media) په ذريعه د دنيا په هر مقام كښے د رابطو يوه نوے سلسله شروع شوے ده. فيس بك (Facebook)،