Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa
انګلش (Madani Channel English)، مدني چينل انګلش لائيو (Madani Channel English Live)، او نعت پروډكشن (Naat Production) شامل دي. د دے ټولو پيجونو استعمالوونكو (Subscribers) تعداد ټول تقريباً 1.7 ملين ته رسيدلے دے.
كه تاسو هم سوشل ميډيا استعمالوئ نو دا پيجيز (Pages) او چينلز (Channels) لائيك او سبسكرائب (Subscribe) كړئ، د دے كونټينټ ښه ډير شيئر كړئ او د قران او سُنَّت پيغام ټولے دنيا ته رسولو كښے دعوتِ اسلامي سره مرسته اوكړئ. الله تعالٰى دِ د دعوتِ اسلامي هرے شعبے ته ترقي وركړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مے دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
په اوبو كښے د اسراف نه د بچ كيدلو متعلق يو څو اهم نكات
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د شيخِ طريقت، اميرِ اهلسنت، حضرت علامه مولانا محمد الياس دَامَتْ بَـرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د رسالے ”د اودس طريقه“ نه د اوبو د اسراف نه د بچ كيدلو په باره كښے يو څو نكات واورو: