Payare Aqaa Ki Payari Adaain

Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

      زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كله هُم قهقهه [يعني په زوره خندا] نه ده كړي بلكه هميشه به مُسكے كيدلو. (مراٰۃ المناجیح،4/42ملخصاً) چنانچه اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه  رَضِیَ اللهُ عَنْهَا  فرمائي چه ما رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كله هُم په داسے خندا نه دے ليدلے چا ما دِ دهغوئي حَلق ليدلے وے ځكه چه هغوئي به صرف مُسكے كيدلو (بخاری،3/325،حدیث:4828)  [يعني د خندا آواز به ئے نه ويستلو]

د ګرځيدلو انداز مبارك: خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چه ګرځيدلو نو ښپے مباركے به ئے كلكے [يعني مضبوطے] لګولے، لكه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اوچتے نه ښكته طرف ته كوزيدونكے ښكاره كيدلو. (وسائل الوصول الی شمائل الرسول،ص60) په يو رِوايت كښے دي چه كله به نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګرځيدلو نو پوره قُوَّت سره به ګرځيدلو او د كاهِل [يعني سست] په شان به نه ګرځيدلو. ( سبل الہدیٰ والرشاد،الباب الثالث فی مشیہ،۷/۱۵۹)

د پرنجي مبارك كولو انداز: خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په اوچت آواز پرنجے كول ناخوښه ګنړلو. چه كله به پرنجے ورغلو نو خُله مباركه به ئے په كپړه يا يا لاس مبارك باندے پټه كړله. (وسائل الوصول الی شمائل الرسول، ص99)

د آرام كولو انداز: د الله تعالٰى خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اُوده كيدو وخت كښے خپل ښے لاس مبارك د رُخسار [يعني مخ مبارك] نه لاندے كيښودلو. (سبل الہدیٰ والرشاد،7/253) او دا دُعا به ئے لوستله اَللّٰهُمَّ بِاسْمِكَ اَمُوتُ وَاَحْيَا يعني، اے الله زه ستا د نوم سره مړ كيږم او ژوندے كيږم (يعني اُوده كيږم او بيداريږم) او چه كله به راوِيښ شولو نو دا دُعا به