Payare Aqaa Ki Payari Adaain

Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

ئے لوستله: اَلْحَمْدُلِلَّهِ الَّذِي اَحْيَانَابَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَاِلَيْهِ النُّشُور يعني د الله شُكر دے چا چه مونږه د مړ كيدلو نه پس ژوندي كړلو او هُم د هغه په طرف ګرځيدل دي. (شمائل محمدیہ، ص157، حدیث:243)

د اوبو څښلو انداز: خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به اوبه په درے ساګانو كښے څښلے.  (مسلم، ص863،حدیث:5287)

د خوشبو استعمال: نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته خوشبو خوښه وه (مراۃ المناجیح، 6/174)، د خوشبو تُحفه به ئے نه رَد كوله (شمائل محمدیہ، ص130، حدیث:208) د مُشك و عَنبَر خوشبو به ئے استعمالوله (مواہبِ لدنیہ،2/70)

آئنه كښے د كتلو انداز: شَهَنشاهِ دوجهان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به آئنه كښے د كتلو په وخت كښے د الله پاك شُكر ادا كولو او دا دُعا به ئے لوستله: اَللّٰہُمَّ کَمَااَحْسَنْتَ خَلْقِي فَحَسِّن خُلُقِي يعني يا الله څنګه چه تا زه حَسِين جوړ كړے يم، دغسے زما خُلق هُم ښه كړے. (الوفا لابن الجوزی،2/161)

د رانجو لګولو انداز: تاجدارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به اِثمَد رانجه لګولو (ترمذی، 3/294، حدیث:1763) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په مُقَدَّسو سترګو كښے د رانجو درے درے  سلائيان اِستعمالول (شمائل محمدیہ، ص51، حدیث:49) او بعضے وخت به ئے د رانجو دوه دوه سلائيان استعمالول او [دريم ځل به ئے] يو سلائي [كښے رانجه راواخستل او وار وار په وار به ئے] دواړو سترګو مباركو كښے اولګولو. (وسائل الوصول الی شمائل الرسول،ص77)