Payare Aqaa Ki Payari Adaain

Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

نه شو ٭ چه كله به ئے د چا سره مُصافَحه كوله (يعني لاس به ئے وركولو) نو مخكښې به ئے ترينه خپل لاس نه راښكلو ٭ سوالګر (يعني غوښتونكي) ته به ئے وركړه كوله ٭ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخاوت او خوش اخلاقي د هر يو د پاره عامه وه ٭ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مجلِسِ عِلم د برداشت، حيا، صبر او امانت مجلِس وو ٭ د هغوئي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مَجلِس كښې به نه شور شغرب وو او نه به پكښې د چا بے عِزَّتي وه ٭ د هغوئي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مَجلِس كښې به چه د چا نه څه خطا اوشوه نو هغه به ئے نه شُهره كوله (شمائِلِ تِرمِذِى ، ص١٩٢، ١٩٣ وغيره مُلَخَّصاً) ٭ كله به چه د چا طرف ته مُتوَجِّه كيدلو نو پوره تَوَجُّه به ئے فرمائيله (شُعَبُ الْاِيمان حديث١٤٣) ٭ خوږ نبي سَرور صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د چا مخ ته خخ نه كتلو (اِحْيَاءُ الْعُلُوم ج٢ ص٤٤٢) ٭ حُضُورِ اَقدس صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بتول [يعني بے واده جينئ] نه هم زيات حيادار وو (شمائِلِ تِرمِذِى ، ص٢٠٣) ٭ په سلام كولو كښې به مخكښې كيدلو (شُعَبُ الْاِيمان ،حديث١٤٣) ٭ ماشومانو ته به ئے هُم سلام كولو ٭ چا به چه ورته غږ [يعني آواز كولو] نو په جواب كښې به ئے ”لَبَّيْك“ (يعني زه حاضِر يم) فرمائيلو (وسائِل الوصول ص٢٠٧) ٭ په مجلِس كښې د ناستو خلقو طرف ته به ئے ښپے مباركے نه غزولي ٭ اكثر به مخ په قبله كښيناستلو ٭ د خپل ذات د پاره به ئے كله هم د چا نه بدله نه اغستله ٭ د بدئ بدله به ئے په بدئ د وركولو په ځائے معاف كول اختيارول (اِحياءُ الْعُلوم ج٢، ص٤٤٨، ٤٤٩) ٭ د الله تعالٰى په لاره كښې د جِهاد نه علاوه ئے كله هم څوك په خپل مبارك لاس نه دے وهلے، نه ئے يو غُلام وهلے او نه ئے يوه ښځه (يعني بي بي مباركه وغيره) وهلي ده (شمائِلِ تِرمِذِى ، ص١٩٧) ٭ په خبرو كښې به ئے نرمي وه (اِحياءُ الْعُلوم ج٢، ص٤٥١)  ، نبىِّ كريم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د الـلّٰـه تَعَالٰى په نِزد د قيامت په ورځ په خلقو كښې د ټولو نه