Payare Aqaa Ki Payari Adaain

Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

بد هٰغه دے څوك چه د هغه د بدكلامئ په وجه خلق پريږدي (صحيح  مُسلِم  ص١٣٩٨، حديث٢٥٩١) ٭ خوږ نبي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چه خبرے كولي نو (دومره په واره به وے چه) د لفظونو شميرلو والا به شميرلے شوي (بُخارى حديث٣٥٦٧) ٭ په طبيعت كښې ئے نرمي وه او ډير خوشحاله خوشحاله به اوسيدلو ٭ نه به ئے په غُصّه كښې په زوره زوره خبرے كولي ٭ سختے خبرے به ئے نه كولي ٭په چا به ئے عيب نه لګولو ٭ بُخل به ئے نه كولو ٭ خپل ذات مبارك به ئے خاص طور د درے څيزونو، جګړے، تكبُّر او بيكاره خبرو نه ساتلو ٭ د چا عيب به ئے نه لټولو ٭ صرف هٰغه خبره به ئے كوله چه (د هغوئي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حق كښې به) د ثواب باعث وه ٭ د مسافر يا نا اَشنا سړي د سختو خبرو په تپوس به ئے هم صبر كولو ٭ د چا خبره به ئے نه كټ كوله، البته كه څوك به د حده تيريدو نو هغه به ئے منع كولو يا به د هغه ځائے نه پاڅيدلو. (شمائِلِ تِرمِذِى ، ص١٩٩، ٢٠٠ مُلَخَّصاً) ٭ دومره سادګي به ئے اختياروله چه د ناستے د پاره ئے څه مخصوص ځائے هم نه وو ساتلے. (اَخلاقُ النَّبِى و آدابه ص١٥) ٭ كله په پزَكي او كله به ئے دغسے په زمكه آرام فرمائيلو. (وسائِل الوصول ص١٨٩) ٭ كله به ئے قَهقَهه نه لګوله (يعني په دومره آواز به ئے نه خندل چه كه بل څوك وي او هغه ئے واوري) (اِحْيَاءُ الْعُلُوم ج٢ ص٤٤٦) ٭ صَحابَۀ كِرَام عَـلَـيْهِمُ الرِّضْوَان فرمائي: حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه زيات مُسكے كيدو والا وو (يعني د موقع په مناسبت) (اِحياءُ الْعُلوم ج٢، ص٤٥٣) حضرتِ عبدُالله بِن حارِث رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ فرمائي چه ما د رسُولُ الله صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه زيات مُسكے كيدو والا څوك نه دے ليدلے.  (شمائِلِ تِرمِذِى ، ص١٣٦)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد