Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په رنړا كښے د دے يو څو هلاكتونه واورو، چنانچه
٭ چه كله بنده دروغ اُووائي، نو د هغے د بدبوئي نه فرښته يو ميل لرے لاړه شي. (ترمذی، کتاب البر والصلہ، باب ماجاء في الصدق والکذب،۳/۳۹۲،حدیث:۱۹۷۹) ٭ دروغ وئيل د ټولو نه لوئي خيانت دے. (ابوداود،کتاب الادب، باب في المعاریض،۴/۳۸۱،حدیث:۴۹۷۱) ٭ دروغ د اِيمان مُخالف دي. (مسند احمد، مسند ابي بکر الصدیق،۱/۲۲،حدیث:۱۶) ٭ د خلقو د خندولو د پاره دروغ وئيوونكي د پاره بربادي ده. (ترمذی، کتاب الزھد،باب ماجاء من تکلم بالکلمۃ…الخ ،۴/۱۴۲،حدیث:۲۳۲۲) ٭ د خلقو د خندولو د پاره دروغ وئيلو والا د دوزخ دومره جور والي ته لويږي چه [د هغے جور والے] د آسمان او زمكے د مينځه فاصلے نه هم زيات دے. (شعب الایمان،باب في حفظ اللسان،۴/۲۱۳،حدیث:۴۸۳۲) ٭ دروغو وئيلو سره مخ توريږي. (شعب الایمان،باب في حفظ اللسان،۴/۲۰۸،حدیث:۴۸۱۳) ٭ د دروغو خبره كول كبيره ګناه ده. (معجم کبیر،۱۸/۱۴۰،حدیث:۲۹۳ ملخصاً) ٭ دروغ وئيل د منافق د نښو نه يوه نښه ده. (مسلم،کتاب الایمان،باب خصال المنافق،ص۵۳،حدیث:۲۱۰) ٭ دروغ وئيونكي به د قيامت په ورځ د الله كريم په نِزد د ټولو نه زيات ناخوښه خلقو كښے شامل وي. (کنز العمال،کتاب المواعظ…الخ باب الثانی فی الترہیبات،جز۲،۲/۳۹،حدیث:۴۴۰۳۷)
میں جُھوٹ نہ بولوں کبھی گالی نہ نِکالوں! اللہ مَرَض سے تُو گُناہوں کے شِفا دے!
(وسائلِ بخشش مرمَّم، ص۱۱۵)
د دروغو او كنزلو مے اوساتے ګناهونو نه شفا راكړے مولٰى