Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain
سره په ما باندے يو ځل دُرودِ پاك اولولي الله پاك به په هغه لس رحمتونه نازل كړي، د هغه لس درجات به اوچت کړي، د هغه د پاره به لس نيكئ ليكي، او د هغه لس ګناهونه به وران [يعني معاف] كړي.
( سنن الکبری للنسائی،کتاب عمل الیوم …الخ،باب ثواب الصلاۃ…الخ،۶/۲۱،حدیث:۹۸۹۲)
مومنوں پڑھتے رہو تم اپنے آقا پر دُرُود ہے فرشتوں کا وظیفہ اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ
(وسائلِ بخشش مرمَّم،ص۲۴۳)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. ٭ چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښے ] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه