Payare Aqaa Ki Payari Adaain

Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

جذبه حاصلولو د پاره د عاشقانِ رَسُول مدنی تحریك دعوتِ اسلامی مدني ماحول كښے شامل شئ. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه!د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامی دا وخت د 107  نه زياتو شُعبه جاتو په ذریعه د دین اسلام پیغام عامولو كښے مصروفِ عمل دے، په دے شعبو كښے يوه شُعبه ”مجلِس مدني چينل“ هم ده. په دے كښے شك نشته چه په دے موجوده دور كښے ميډيا ذِهن سازئ او كردار سازئ كښے يو اَهَم كردار لري، ډير خلق د خپلو مخصوصو ګمراه كوونكو، باطلو نظرياتو او د بے حىائي خورولو د پاره شپه او ورځ د دے غلط استعمال كوي، چه د هغے په وجه نوے نسل د دے په بدو اثراتو كښې ګرفتار دے. په داسے حالاتو كښے د هر دردمند زړه لرونكي بس دا يو آواز وو چه كاش! د ميډيا په دے جنګ كښے څوك د عقائدِ اَهلِسُنَّت د پاسبانئ بيراغ اوچت كړي او د سوچ و فِكر د پاكئ او طهارت او د عقائد و اعمالو د اصلاح عَلَمبردار يو خالص سل فيصده اسلامي چينل شروع كړي. د دعوتِ اسلامي مركزي مجلس شورٰى دا خبره ډيره زياته محسوسه كړه بس صرف يو صورت ښکاره شو او هغه داچه څنګه چه په درياب كښے چپے راپورته شي نو د هغے مخ د پټو وغيره طرف ته ګرځولے شي چه پټي هم اوبه شي او آبادئ هم د تباهئ نه بچ کړے شي بالکل هم دغسے د T.V په ذريعه د مسلمانانو په کورونو كښے د داخلے سبب جوړکړے شي او هغوئ د غفلت نه رابيدار کړے شي او د ګناهونو او د ګمراهيانو د سيلاب نه هغوئ خبردار کړے شي. کله چه دا معلومه شوه چه خپل داسے  T.V چينل شروع کول ممکن دي چه په هغے كښې د فلمونو، ډرامو، سندرو، باجو، سازونو او د زنانه د ښودلو