Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain
اعلٰى حضرت اِمام اَحمد رضا خان عَـلَيْهِ رَحْمَةُ الـرَّحْمٰن ليكي: د پير او اُستاذ په نِشَست [يعني د ناستے په ځائے] دِ د هغوئي په غير موجودګئ كښے هُم نه كښيني. (فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه، ج٢٤ ،ص٣٦٩، ٤٢٤ )
٭ كوشش كوئ چه د كښيناستلو پاڅيدلو په وخت كښے مو د بزرګانِ دِين طرف ته نه شا كيږي او ښپے خو بالكل د هغوئي طرف ته مه كوئ.
٭ چه كله اجتماع يا مجلس ته لاړ شئ نو د مخكښے تللو د پاره په خلقو د پاسه مه اوړئ چه چرته ځائے وي هلته كښينئ.
٭ چه كله كښينئ نو پيزار اُوباسئ ستاسو ښپے به آرام مومي.
(اَلجامِعُ الصَّغِير، الحديث٥٥٤، ص٤٠)
٭ د مجلس نه چه فارِغ شئ او دا دُعا درے ځله اولولئ نو ګناهونه به مو معاف شي. او كوم مسلمان ئے چه مجلِسِ خير او مجلِسِ ذكر كښے اولولي نو د هغه د پاره به په هغه خير مُهر اولګولے شي. هغه دُعا دا ده: ”سُبْحٰنَكَ اللّٰھُمَّ وَ بِحَمْدِكَ لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اَنْتَ اَسْتَغْفِرُكَ وَ اَتُوْبُ اِلَیْكَ“ تَرجَـمَه: ستا ذات پاك دے او اے الله! هُم تا لره دي ټول صِفتونه، ستا نه سوا هيڅ څوك د عبادت لائق نشته، ستا نه بخښنه غواړم او ستا طرف ته توبه كووم. (سُنَنُ اَبـى داوٗد، كتاب الادب، باب فِـى كفارة المجلس، الحديث:٤٨٥٧، ج٤، ص٣٤٧)
٭ چه كله يو عالِم باعمل يا مُتَّقي كس يا سيِّد صاحب يا مور او پلار راشي نو تعظيماً [يعني ادباً] اودريدل ثواب دے.
حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه ليكي: د بزرګانو په راتلو دا دواړه كارونه يعني تعظيمي قيام او استقبال جائز بلكه سُنَّتِ صحابه دي بلكه د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّتِ قولي دي. (مِراٰةُ المناجيح ج٦، ص٣٧٠ )
اے زمونږه خوږه الله عَزَّوَجَلَّ! مونږ ته د ناستے ولاړے په سُنَّتو او آدابو د عمل كولو توفيق راكړے. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو