Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain
سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ ته د ډيرو شهيدانو اجر و ثواب حاصليږي، ٭ په سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ ته د دواړو جهانو كاميابئ نصيب كيږي، ٭ په سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ نه خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي كيږي ، ٭ په سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ ته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب [يعني نزديكت] حاصليږي. راځئ چه په سُنَّتو باندے د عمل جذبه زياتولو د پاره يوه واقعه واورو: چنانچه
په سُنَّتو باندے د عمل په بركت ئے بخښنه اوشوه
حضرت علي بن حُسين رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه په خوب كښے حضرت هِـبَـةُ الله طَـبَري رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه اوليدلو نو تپوس ئے ترينه اوكړو: مَا فَعَلَ اللّٰہُ بِکَ يعني الله پاك تاسو سره څه معامَله اوفرمائيله؟ حضرت هِـبَـةُ الله رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه جواب وركړو: الله پاك زما مغفرت اوكړو. دوئي ورته عرض اوكړو: په څه سبب؟ نو هغوئي ورته رازدارانه انداز كښے اووئيل: په سُنَّتِ مباركه باندے د عمل كولو په وجه. (سیراعلام النبلاء،رقم:۲۷۴،ھبۃ الله بن الحسن، ۱۷/۴۱۹ بتغیر)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه په سُنَّت مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے د عمل كولو په بركت الله پاك د حضرت هِـبَـةُ الله رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه مغفرت اوكړو، سُبْحٰنَ اللّٰہ!سُبْحٰنَ اللّٰہ! ياد ساتئ! زمونږه بُزرګانِ دين، صحابه كرامو او صحابياتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمْ به د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هر سُنَّت باندے عمل كول لازم او ضروري ګنړل او د وړے نه وړه معامله كښے به ئے هُم د خپل خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم