Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

راپاڅيدلو، د درے ورځو لوَږه ئے وه او په خيټه مبارَكه باندے ئے كانړي تړلي وو حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پرے په خپلو لاسو مباركو د پَلك ګوزار اوكړو نو ګَټ د شګو د وراسته خټ په شان ريزه ريزه شو.  (بخاری،کتاب المغازی،باب غزوۃ الخندق،۳/۵۱ ،الحدیث :۴۱۰۱) په يو بل روايت كښے دي چه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغه ګټ باندے د پَلك درے ګوزاره اوكړل، په هر ګوزار باندے به د هغے نه يوه رنړا وتله او په هغه رنړا كښے نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شام، ايران او يَمن ښارونه اوليدل او صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته ئے د دے دريواړو ملكونو د فتح كيدلو زِيرے وركړو.

(المواھب اللدنیۃ مع شرح الزرقانی،باب غزوۃ الخندق...الخ، ۳/۳۱  (

     حضرت جابر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي چه د مسلسلے لوږے په وجه ما د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خىټه مباركه كانړي اوليدل نو ډير خفه شوم، ما د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اجازت اوغوښتلو يَا رَسُوْلَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته كور ته د تللو اِجازت راكړئ. (اِجازت ئے چه راكړو او كور ته لاړم نو) ما خپلے بي بي رَضِیَ اللهُ عَنْهَا  ته اووئيل چه، ما تاجدارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په داسے حالت كښے اوليدلو چه صبر نه شم كولے. آيا تاسو سره د (خوراك) څه څيز شته دے؟ هغے اووئيل: وربشے او يوه چيلئ ده. ما چيلئ حلاله كړه او وربشے مے وړه كړے تر دے چه مونږ دواړو غوښه په كټوئ كښے واچوله. زه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښے حاضِر شوم هغه وخت وړه نرم شوي وو او د ډوډو پخولو قابل شوي وو او كټوئ په نغري باندے پخيدو ته نزدے وه. (ما عرض اوكړو) يَا  رَسُوْلَ الله  صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما سره لږ شان خوراك دے تاسو صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما سره