Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

تشريف يوسئ او يو يا دوه كسان ځان سره راولئ. اوئے  فرمائيل:”خوراك څومره دے؟“ ما [د خوراك] مقدار اوښودو نو اوئے فرمائيل: ”خوراك ډير دے او ښه دے.“ (هغوئي [يعني كور والؤ] ته) اووايه ”چه زما د راتلو نه مخكښے نه د نغري نه كټوئ كوزه كړي او نه د تنور نه ډوډئ را اوباسي.“ (بيا) خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته) اوفرمائيل: ”پاڅئ“! نو مهاجِرين او اَنصار عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان پاڅيدل. (حضرتِ سَيِّدُنا جابِر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي) زه د ”خپلے بي بي خوا ته راغلم او ورته مے اووئيل، خدائے دِ خير دركړي، سركارِ نامدار صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، مُهاجِرين و اَنصار عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان او كوم خلق چه د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وو [هغه ټولو] تشريف راوړے دے.“ ھغے اُووئيل، آيا حُضُور صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو نه تپوس كړے وو؟ ما اووئيل: آو. (په دے كښے) رَحمَتِ عالَم صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (صحابۀ كِرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته) اوفرمائيل: ”دننه ننوځئ او ګنړه مه جوړوئ.“ حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (په خپلو مباركو لاسونو) ډوډئ ماتول او په هغے غوښه ايښودل شروع كړل چه كله به خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډوډئ او غوښه را اووِيستله نو كټوئ او تنور به ئے پټ كړل. او خوراك به ئے صحابۀ كِرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته وركړلو او بيا به ئے ترینه سر اوچتولو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هم دے شان ډوډئ ماتوله او د كټوئ نه به ئے غوښه راويستله تر دے چه ټول صحابۀ كِرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ماړه شو او خوراك [چه مخكښې څومره وو هم هغه همره] پاتے شو. نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (هغوئي ته “یعنی حضرت جابر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته) اوفرمائيل: ”تاسو پخپله هم اوخورئ او خلقو ته ئے تحفةً [هُم] وركړئ، ځكه چه خلق په لوَږه كښے اخته دي.“ (صحيح بُخارى ج٥ ص ٥٥ حديث ٤١٠١)